IQNA

 له صهیونیسټ دښمن سره ملګرتیا د اسلام د  اصولوخلاف ده

9:33 - July 20, 2025
د خبر لمبر: 3491422
ایکنا -د سورئې د فتوا عالي شورا اعلان کړی چې له صهیونیسټی او خاین دښمن سره ملګرتیا نه کول د اسلام له ثابتو اصولو څخه دي.

ایکنانیوز راپور راکړی ، د سورئې د فتوا عالی شورا په خپله وروستۍ فتوا کې چې د سویدا ولایت د وروستیو خونړیو پېښو په اړه ئې ورکړې، ویلي دي چې د مسلمانانو د وینې ، ټولنیز وحدت ساتل ، له فتنې څخه ځان ساتل او پر دښمن تکیه نه کول ضروري دي. شورا د قرآن کریم په دې آیت استناد کړی دی چې فرمائي  وَ قاتِلوا فی سبیل الله الذین یقاتلونکم و لا تعتدوا ان الله لا یحب المعتدین» یعني د الله په لار کې له هغو سره جګړه وکړئ چې له تاسو سره جګړه کوي، خو له حده مه اوړئ، ځکه الله تیري کونکي نه خوښوي." (بقره:۱۹۰)

ددغې شورا په فتوا کې وئيل شوي دي؛ د ښځو او ماشومانو وژل، په ولسي خلکو او کمزورو برید کول او د هغوی له کورونو ایستل د هر مذهب او قوم په اړه حرام دي. فتوا ټینګار کوي چې باید د هغو کسانو تر مینځ توپیر وشي چې دښمن ته یې پناه وړې او د هغو خلکو تر مینځ چې د سوریې اصلي اولس دی، او هېڅ څوک حق نه لري په بل بې ګناه وګړي برید وکړي. دا اصل په قرآن کې داسې بیان شوی دی: «وَ لا تَزِرُ وازِرَةٌ وِزرَ اُخری: "هیڅ یو کس د بل د ګناه بار یا پيټی نه اوچتوي." (اسراء:۱۵)

شورا وايي حکومت پابند دی چې د ټولو وګړو خونديتوب تأمین کړي، امنیت ټینګ کړي، فتنو ته لار ورنه کړي، مجرمین ونیسي او زیانمنو ته مرسته ورسوي.

https://iqna.ir/fa/news/4295041

captcha